پښتو (pashto)
سی.اس.ان.CSN هغه مقام دی چه په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی مرستی چاری تر سره کوی، یعنی د زده کړو لپاره بلاعوضه مالی مرسته او پور. همدا راز مونږ د موټروانی د لا یسنس د پور او د کور د اسبابو لپاره د پور چاری تر سره کوو. دلته تاسی کولای شۍ د ډول ډول مرستو په هکله ولولۍ. په پښتو ژبه مالومات په یوه جامع سطحه دۍ.
په سویډن کی د زده کړو لپاره مالی ملاتړStudiestöd - د زده کړو لپاره بلاعوضه مالی مرستهbidrag او پورlån
آیا ته یو بهرنی تبعه یی؟
که چیری ته یو بهرنی تبعه یی کیدای شی چه ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق ولری، که چیری ته د ځنی شرطونو واجد یی. که ته په سویډن کی د استوګنی دایمی اجازه (PUT) لری، په زیاتو حالاتو کی ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق لری.
که چیری ته د مهاجرت د اداری لخوا په سویډن کی د استوګنی موقتی اجازه لری، ځکه چه ته د کډوالو پناهندګی یا دی ته ورته لری، نو په زیاتو حالاتو کی ته په سویډن کی د زده کړو لپاره د مالی ملاتړ حق لری. مګر د پناه غوښتونکی په حیث ته د دی حق نه لری.
له دی نه پرته مقررات د دی سره اړه لری چه آیا ته د اروپایی اتحادیی یا د اروپا د اقتصادی همکارۍ د منطقی په هیوا دونوEU/ESS او یا سویس کی تابعیت لری یا یی نلری.
د زده کړو لپاره ز مونږ ډول ډول مالی ملاتړ
د زده کړو لپاره ډول ډول مالی ملاتړ موجودی دی، دا د دی سره اړه لری چه ته کومی زده کړی کوی او ته څو کلن یی. دا د دوی تر ټولو نه معمولی ډولونه دی:
د زده کړو لپاره پور studielån بیرته ورکړه
د سی.اس.ان.CSN څخه د زده کړو لپاره ترلاسه شوی پور ته باید هغه وخت بیرته ورکړی کله چی ته په خپلو زده کړو کی وقفه راولی یا په پوهنتون کی د زده کړو لپاره د مالی بلاعوضه مرستیstudiemedel سره خپلی زده کړی پای ته ورسولی. دا په دی صورت کی هم اعتبار لری که چیری ته بیکاره یی، د والدینو پیسی ترلاسه کوی یا د هیواد نه بهر ته کډه کوی. دلته د بیرته ورکولو په هکله او د بیرته ورکولو په اړ د ستونزو په صورت کی، معلومات پیدا کولای شی.
د زده کړو لپاره پور studielån بیرته ورکړه
د کور د اسبابو لپاره پور- Hemutrustningslån ستا لپاره چه کډوال یی
ته چه لکه یو کډوال په کومه ښاروالۍ کی ځای په ځای شوی یی کولای شی د موبل او فرنیچر او د کور د اسبابو د اخیستلو لپاره پیسی پور کړی. دا کیدای شی چپرکټونه، بشقابونه، دیګونه او چوکۍ وی. ته اجازه نلری چه دغه پیسی د خوراکی موادو، موبایل تیلفون یا د کور د کرایی لپاره مصرف کړی. د پور اندازه د ستا د کورنۍ د غړو د شمیر، دا چه په کور کوم شیان شته دی او دا چه ته څومره پیسی لری، اړیکه لری.
هغه پیسی چه ته پور کوی ته هغه باید وروسته تادیه کړی. د پیسو بیرته ورکول به ته دوه کاله وروسته له دی نه چه تا لمړی ځل پیسی اخیستی وی، پیل کوی.
د موټروانۍ د لایسنس لپاره پورKörkortslån - ستا لپاره چه بیکاره یی
ته چه بیکاره یی کولای شی د سی اس ان نه د موټروانۍ د بیB کتګورۍ سویډنی لیساینس لپاره پیسی پور کړی. د موټروانۍ د لایسنس د لرلو په صورت کی کیدای شی دا یو څه آسانه وی چه یو کار ترلاسه شی. د پور د اخیستلو لپاره ته باید بیکاره او د ۱۸ نه تر ۴۷ کالو عمر ولری. همدا راز ته باید د ځنی شرطونو واجد وی. ته کولای شی تر ۱۵۰۰۰ کرونو پوری پور واخلی. ته باید دغه پور بیرته تادیه کړی، حتی که تا ونشوای کولای د موټروانۍ لیساینس واخلی، ته باید پور حتما بیرته تادیه کړی.
زمونږ سره تماس ونیسه
کله چه ته زمونږ سره تماس نیسی ته کولای شی په سویډنی یا انګریزی ژبو ځواب ترلاسه کړی.