session uppdatera gms varning förnya
Vill du stanna kvar på sidan?
Du har varit inaktiv i en längre stund och kommer att bli utloggad om du inte väljer att stanna kvar på sidan.
Automatisk utloggning sker om cirka
Stanna kvar på sidan
Problem med nätverket
Inget internet. Kontrollera din nätverksanslutning.
Tillfälligt tekniskt fel

د زده کړو لپاره پور studielån بیرته ورکړه

د سی.اس.ان.CSN څخه د زده کړو لپاره ترلاسه شوی پور ته باید هغه وخت بیرته ورکړی کله چی ته په خپلو زده کړو کی وقفه راولی یا په پوهنتون کی د زده کړو لپاره د مالی بلاعوضه مرستیstudiemedel سره خپلی زده کړی پای ته ورسولی. دا په دی صورت کی هم اعتبار لری که چیری ته بیکاره یی، د والدینو پیسی ترلاسه کوی یا د هیواد نه بهر ته کډه کوی. دلته د بیرته ورکولو په هکله او د بیرته ورکولو په اړ د ستونزو په صورت کی، معلومات پیدا کولای شی.

زه څه وخت بیرته ورکول پیل کوم؟

که چیری دا لمړی ځل وه چه تا پور اخیستی وه نو ته به شپږ میاشتی وروسته له دی نه چه تا د زده کړو لپاره مالی ملاتړ studiestöd ترلاسه کوله د پور بیرته ورکول پیل کوی.

کله چه د بیرته ورکولو وخت راغی، ته به د سی.اس.ان. لخوا یو لیک ترلاسه کړی. په لیک کی به د بیرته ورکولو پلان او د تادیی یو کارت تا ته استول کیږی.

آیا تا پخوا هم پور اخیستی او د هغه بیرته ورکول د پیل کړی؟ په دی صورت کی به ته بیرته ورکول په پوهنتون کی د زده کړو لپاره د مالی مرستی د پای ته رسیدلو نه وروسته مستقیما پیل کوی.

زه باید څومره پیسی تادیه کړم؟

په خپل کلنی راپور کیårsbesked ، چه په هره جنوری کی به یی ترلاسه کوی، ته به دا وینی چه څومره پیسی تادیه کړی، او د کال د سود اندازه به هم هلته وینی.

دا چه هر کال څومره پیسی (د کال مبلغårsbelopp ) ته تادیه کړی د لاندی شرایطو سره اړه لری:

  • د ستا د پور اندازه
  • سود یا فیصدیränta څومره ده
  • د محاسبی یو فیس چه په کال کی د دوو فیصدو نه زیات نه وی
  • د څومره مودی به بهیر کی به ته خپل پور بیرته ورکوی

زه به پیسی څرنګه تادیه کوم؟

ته کولای شی د زده کړو لپاره د پور بیرته ورکول د اتومات تادییautogiro ، برښنا بلE-faktura یا د تادیی د کارتinbetalningskort په وسیله وکړی. که ته په بهر کی اوسیږی، نو د پیسو تادیه کول باید د تادیی بانکی کارتbetalkort په وسیله ترسره شی.

اتومات تادیه - د خپل انترنیټی بانک له لاری ځان وصل کړه، پیسی به په اتومات ډول ستا بانکی حساب نه کسر کیږی.

برښنا بل - د خپل انترنیټی بانک له لاری ځان وصل کړه، ته به خپل برښنا بل په انترنیټی بانک کی منظوروی.

د تادیی کارت - ته کولای شی د هغو اطلاعاتو سره چه د تادیی په کارت کی لیکل شوی دی په ساده توګه پیسی په انترنیټی بانک کی تادیه کړی.

د تادیی بانکی کارت - ته چه په بهر کی ژوند کوی کولای شی د تادیی بانکی کارت په وسیله چه ویزاVisa یا ماسترکارتMastercard سره وصل وی، د پور پیسی په زما صفحوMina sidor کی تادیه کړی.

د څومره مودی په بهیر کی به زه پور بیرته ورکوم؟

ته کولای شی د ۲۵ کالو په بهیر کی خپل پور بیرته ورکړی. پور باید تر هغه کاله پوری بیرته ورکړ شی چه ته ۶۰ کلن کیږی. د ستا عمر او د پور د اندازه په نظر کی نیولو سره امکان لری چه تا ته لنډه موده در کړه شی چه ته باید پور بیرته ورکړی. په خپل کلنی راپور کی به ته وینی چه د پور د بیرته ورکولو لپاره ته څومره وخت لری.

زه به څو ځلی تادیه کوم؟

الیکترونیک خذمت میاشتینی تادیی ته یی بدله کړه:

په عادی توګه به ته په کال کی ۴ ځلی تادیه کوی (فبروری، می، آګست او نوومبر)، مګر ته کولای شی دا په زما صفحو کی داسی جوړه کړی چه بیا به هره میاشت به تادیه کوی.

د پور بیرته ورکول تا ته سخت دی؟

الیکترونیک خذمت یوه تادیه راتلونکی وخت ته موکول کړه:

الیکترونیک خذمت میاشتینی تادیی ته یی بدله کړه:

الیکترونیک خذمت د لږو پیسو د تادیی غوښتنه وکړه:

په زما صفحو کی ته کولای شی یوه تادیه یو میاشت موکول کړی یا میاشتینی تادیی ته یی بدله کړی.

په همدی توګه ته کولای شی د یوی مودی په بهیر کی د لږو پیسو د تادیی،غوښتنه وکړی. دی ته راټیټولnedsättning وایی . ته په هغه صورت کی د راټیټولو مستحق ګڼل کیږی که چیری ته لږ درآمد لری یا کوم خاص علتونه موجود وی. خاص علتونه کیدای شی د مثال په توګه دا وی چه که چیری ته د نفقی لپاره بلاعوضه مرسته ترلاسه کوی. که چیری تا ته ټیټوالی درکړ شی نو امکان لری چه په آینده کی به د کال مبلغ زیات شی.

خو که بیا هم تا ته سخته ده چه د پور پیسی تادیه کړی نو مونږ ته زنګ ووهه چه مونږ یو ځای د ستا د حالت لپاره د حل تر ټولو نه ښه لاره پیدا کړو.

راټیټول - د یوی مودی په بهیر لږ پیسی تادیه کړه (په سویډنی ژبه)

که ته تادیه ونکړی

که ته د تادیی د پلان په اساس پیسی تادیه نکړی، نو په دی صورت کی به لاندی پیښی وشی:

  • مونږ به د یادونی یو لیک تا ته استوو، او ته به ۴۵۰ کرونه د یادونی فیس تادیه کوی.
  • که ته بیا تادیه ونکړی، مونږ به یوه میاشت وروسته د یادونی یو بل لیک درواستوو. او ته به بیا ۴۵۰ کرونه تادیه کوی.
  • که تا بیا هم تادیه ونکړه نو مونږ به تا ته د غوښتنی یو لیک درواستوو.
  • که تا غوښتنه تادیه نکړه نو مونږ به ستا دوسیه د مصادری مقامKronofogden ته واستوو. په دی صورت کی به ستا نوم د قسط په تور لیست کی ثبت شیbetalningsanmärkning . که ته په کوم بل هیواد کی اوسیږی نو مونږ به ستا دوسیه د پورونو د بیرته ترلاسه کولو یوه شرکتinkassoföretag ته واستوو.

د یادونی د فیس په هکله (په سوډنی ژبه)

زیاتی پیسی تادیه کړه یا ټول پور بیرته ورکړه

د دی لپاره چه ته خپل پور زر تر زره بیرته ورکړی، ته کولای شی په زیاته اندازه پیسی تادیه کړی. ته کولای شی چه ټول پور په یوه وار بیرته ورکړی. که غواړی زیاتی پیسی تادیه کړی نو د سی.اس.ان. سره تماس ونیسه.

د بیرته اخیستلو غوښتنهåterkrav - که چیری تا د زده کړو لپاره داسی مالی مرسته ترلاسه کړی چه ته د هغی مستحق نه وی

که تا د سی.اس.ان. نه داسی پیسی ترلاسه کړی چه ته د هغو مستحق نه وی، ته باید دا پیسی بیرته ورکړی. په دی صورت کی تا ته د بیرته اخیستلو د غوښتنی یو لیک دراستول کیږی. د دی علت امکان لری دا وی چه تا خپلی زده کړی یا کوم کورس قطع کړی دی.

که چیری تا د بیرته اخیستلو د غوښتنی یو لیک ترلاسه کړی نو ته باید دا په یوه وار بیرته ورکړی. ته به د بیرته اخیستلو د غوښتنی په هکله د پریکړی سره د تادیی یو کارت هم ترلاسه کړی.

ته باید فیصدی هم تحویل کړی. مونږ د بیرته اخیستلو د غوښتنی د اداری چارو لپاره په کال کی ۱۰۰ کرونه فیس اخلو.

که تا ته سخته ده چه پیسی تادیه کړی نو کیدای شی په ځنی حالاتو کی سی.اس.ان. د قسط په توګهavbetalning د بیرته ورکولو یو پلان قبول کړی. که غواړی د قسط په توګه د بیرته ورکولو د امکان په هکله زمونږ سره خبری وکړی نو مونږ ته زنګ ووهه.

که ته د هیواد نه بهر ته کډه وکړی

که ته د هیواد نه بهر ته کډه وکړی، نو ته باید د تادیی د پلان سره سم خپلی تادیی ته ادامه ورکړی. په دی صورت کی ته باید د تماس لپاره اطلاعات په زما صفحو کی په خپل پروفایلMin profil کی بدل کړی. که ته غواړی په بهر کی له یوه کال نه زیات ژوند وکړی، نو ته باید په دی هکله د مالیی اداریSkatteverket ته احوال ورکړی.

د تماس لپاره صحی اطلاعات مهم دی

الیکترونیک خذمت زما پروفیل:

دا مهمه ده چه مونږ ستا سره د تماس لپاره صحی اطلاعات په زما صفحو کی ولرو، چه مونږ وکولای شو ستا سره د تیلفون یا برښنالیک په وسیله تماس ونیسو، او که تا زمونږ لخوا معلومات ته اړتیا درلودله مونږ کولای شو ستاسره تماس ونیسو. زما صفحو ته داخل شه او وګوره چه د تماس لپاره کوم اطلاعات هلته موجود دی. که اطلاعات صحی نه دی، زیات معلومات په کډه کوی یا آدرس بدلوی (په سویډنی ژبه) کی ولوله.

Updated: 2024-03-22
Did this page help you?